نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ ته د تجارت ٬ صنعت او پيداوار وزارت کارکردګۍ او اهدافو په اړه بریفنګ

APP68-060923 ISLAMABAD: September 06 - Caretaker Prime Minister Anwaar-ul-Haq Kakar chairs a briefing by Ministry of Commerce and Ministry of Industries and Production. APP/TZD/ABB

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ سپارښتنه كړې چې د پاکستان مجموعی قومی پیداوار كښې د صنعتونو برخه 12 فیصده څخه زياتولو سره دې تر بشپړه استعداد رسولو له دې تګلاره جوړه كړې شي، معاشی پرمختګ او صنعتی پیداوار زياتولو لپاره قامی صنعتی پالیسۍ ته دې زر تر زره حتمي شكل وركړې شي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د شورو په ورځ نګراں وزیراعظم انوار الحق کاکړ ته په يوه غونډه كښې د تجارت ٬ صنعت او پیداوار وزارت کارکردګۍ او اهداف په اړه بریفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې د تجارت نګران وزیر ګوهر اعجاز، د خزاني وزيري ډاکټر شمشاد اختر، د وزیراعظم صلاحكار احد چیمه، د سټیټ بینګ ګورنر او اعلیٰ سرکاری افسران هم موجود وو۔په غونډه كښې د هېواد د برآمدات زياتولو تګلارې په اړه بريفنګ وركړې شو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چې نړيوالو منډيو او په خاص توګه مينځني اسياﺀ هېوادونو سره برآمدات زياتول به د حکمت عملۍ برخه وي۔ وزیراعظم په بریفنګ كښې لینډ پورټ اتھارټی جوړولو لپاره اړوندو همكارانو د سره روان مشاورت په اړه خبر كړې شو۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د پاکستان ځانګړي محل وقوع څخه بشپره ګټه پوره كولو لپاره دې هېواد د تجارتی نقل و حمل او ټرانس شپمنټ مرکز جوړ كړې شي۔ وزیراعظم د پاکستان مجموعی قومی پیداوار كښې د صنعتونو برخه موجوده 12 فیصده څخه زياتولو سره دا تر بشپړه استعداد رسولو لپاره د تګلاري جوړولو سپارښتنه وكړه۔ وزیراعظم د موبائل فونز ځائې پيداوار اوسنۍ پالیسۍ څخه خبر كړې شو۔ په بریفنګ كښې وزیراعظم ته د قیمتی كاڼو او معدنیات برآمدات منظم کولو لپاره اقداماتو څخه خبر كړې شو۔ وزیراعظم په غونډه كښې په هېواد كښې د ای کامرس ودي لپاره د الیکټرانک ویئر هاؤسنګ په استعمال زور راوړو۔