د برېښنا غلا له امله بل وركوٶنكي صارفين فشار سره مخ كېږي٬ د توان لنډمهاله وزير محمد علي

APP04-060923 ISLAMABAD: September 06 – Caretaker Federal Minister for Information and Broadcasting Murtaza Solangi and caretaker Federal Minister for Power Muhammad Ali addressing a press conference. APP/ADZ/MAF/TZD

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د توان لنډمهاله وفاقي وزير محمد علي وئيلي دي چې د برېښنا غلا كېدو په سبب بل وركوٶنكو صارفينو له د برېښنا زياته بيعه ادا كول وي، په هره سيمه كښې د برېښنا غلا او د ريكوري صورتحال مختلف دے٬ په كورني صارفينو كښې ځينې برېښنا غلا كوي او ځېنې بل هم نه ادا كوي چې په سبب ئې په بل وركوٶنكو صارفينو فشار راځي۔ د شورو په ورځ د اطلاعات او خپرونو لنډمهاله وزير مرتضي سولنګي سره په ګډه پرېس كنفرنس ته خپله وېنا كښې ده ووئيل د لنډمهاله وزيراعظم په امر د برېښنا غلا مخنيوي لپاره كرېك ډاٶن پېل كېدونكې دې ٬ پاكستان كښې لس ډسټري بيوشن كمپنۍ دي٬ اسلام آباد، لاهور، ګوجرانواله، فېصل آباد او د ملتان په ډسټري بيوشن کمپنيو كښې د 79 اربه يونټس زيان كېږي٬ يوازې د پنځه ډسټري بيوشن کمپنيو په 344 اربه روپو كښې بلنګ كښې د سل اربه روپو زيان كېږي او پېښور، حېدر آباد، کوئټه، سکھر ٬ قبائيلي سيمو او اے جے كے كښې د 489 اربه روپو زيان دے او د دې پنځو كمپنو 60 فيصده ريكوري نه كېږي٬ ده ووئيل مردان او شكار پور كښې د برېښنا د زيان شرح ډېره زياته ده٬ كومو سيمو كښې چې د برېښنا غلا زياته ده د ھغوي ډېټا زياته موجود ده٬ د مردان يوازې په يوه سيمه كښې د يو ارب نه زيات زيان كېږي٬ په كومو سيمو كښې چې د 50 نه تر 60 فيصده غلا كېږي ھغه به نجي سېكټر كښې شاملولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل چې د برېښنا غلا مخنيوي لپاره درې اقدامات شوې دي٬ د برېښنا د كمې شرح غلا په سيمو كښې به ټېكنالوجي استعمالولې شي، د 60 فيصده نه زيات د غلا په سيمو كښې به كرېك ډاٶن پېل كولې شي٬ د ډسټري بيوشن کمپنيز د انتظاميې كاركردګي به ښه كولې شي۔ ده ووئيل د برېښنا په غلا كښې د ككړ اهلكارو فهرست تيار كړے شوے دے٬ د برېښنا غلا په ضد كاروائي كولو لپاره د فيډرز دېټا ترلاسه شوې ده، د برېښنا په غلا كښې د ككړ چارواكو او اهلكارو به تبادلې كولې شي چې فهرستونه ئې الېكشن كمېشن ته لېږلې شوې دي۔ وفاقي وزير محمد علي ووئيل صوبائي چيف سېكتران او اړوند چارواكي د ټولو چارو نه خبر كړې شوې دي۔ ده ووئيل د برېښنا غلا پحقله اليکټرسټي تھفټ کنټرول اېكټ هم تېارؤ او په دې لړ كښې د توان په وزارت كښې دا اقدامات كوٶ ځكه چې زمونږ ټارګټ د 589 اربه روپو غلا كمومل دي۔ ده ووئيل په دوه دريو اوونيو كښې به قانوني مسوده تياره كړې شي او بيا به ارډيننس منظورئ لپاره لېږلې شي۔ ده ووئيل د ډسټري بيوشن كمپنو په انتطامي چارو هم غور كوٶ٬ د پي پي اېم سي له مخې په اسلام آباد كښې ډېش بورډ جوړ كړے شوے دے او د برېښنا د غلا كېسونو سماعت لپاره د خاص عدالتونو په جوړولو غور روان دے، د هر ډسکو پرفارمنس به د هرې ورځې په بنياد مانيټر كولې شي۔ محمد علي ووئيل دلته چې څومره برېښنا جوړېږي ھغه حكومت اخلي د ماضي کپېسټي پېمنټس سره سسټم نه دے اپ ګرېډ كړې شوې٬ په پاور ډويژن كښې ټولو چارو لپاره په هنګامي بنيادونو كار كېږي۔ ده ووئيل چې د پاكستان لخوا آئي اېم اېف ته پلان لېږلې شوې دې چې ځواب به ېې نن يا سبا راشي۔ ده ووئيل هيله لرو چې په دې لړ كښې به آئي اېم اېف سره لوظنامه وشي او په راتلونكې يو دوه ورځو كښې به اولس لپاره ريليف اعلان كړې شي۔ په دې موقع د توان سېكتر راشد لنګړيال هم وېنا وكړه