د روسيه صدر به راتلونكې مياشت په هند كښې كېدونكې جي-20 غونډه كښې ګډون نه كوي

نوې ډېلۍ 30 اګست(اے پی پی)د روسيه صدر ولاديمير پيوټن د خپل مصروفيت له امله راتلونكې مياشت په هند كښې كېدونكې جي-20 غونډه كښې ګډون نه كوي۔د هند د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان كښې وېلي شوي دي چې د روسيه صدر هندي وزيراعظم نريندر مودي سره ټېليفون خبرې كړي او دا يۍ وئيلي چې هغه په جي – 20 غونډه كښې ګډون كولو له د هند سفر نه كوي۔ دې غونډه كښې ګډون كوؤنكو كښې د برتانيې وزيراعظم رشي سونك او د امريكې صدر جوبائيډن هم شامل دے۔ خارجه وزارت وئېلي دي چې د 9 نه تر 10 ستمبر كېدونكې غونډه كښې به د صدر ولادي مير پيوټن نمائندګي خارجه وزير سرګئې لاروف كوي۔ د بيان له مخې وزيراعظم نريندر مودي د هند په مشرۍ كښې د كېدونكې غونډې ټولو اقداماتو لپاره د روسيې په مستقل ملاتړ د روسيې صدر مننه وكړه۔ د روسيې حكومت لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي دي چې د روسيې صدر او د هند وزيراعظم په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه كړې۔د يادونې وړ ده چې د روسيې صدر په غونډه كښې د ګډون نه كولو خبر هغه مهال رامخې ته شوې كله چې په نوې ډېلۍ كښې د غونډې تيارۍ آخري پړاؤ كښې دي د كومې په اړه چې وئېلې شوي دي چې دا به د جي-20 پلاؤ تر ټولو لويه غونډه وي۔