بلاول بھټو زرداري د ستلج درياب په حفاظتي بند كښې په شګاف د تشويش څرګندونه وكړه

اسلام آباد 29 اګست (اے پي پي) د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د ستلج دريا په حفاظتي بند كښې د شګاف په رپورټس د تشويش څرګندونه كولو سره مطالبه كړې ده چې سېلاب ځپلې سيمو څخه اولس محفوظ ځايونو ته منتقل كول دې باوري كړې شي۔ دا خبره د بلاول هاٶس ميډيا سېل لخوا په جاري بيان كښې شوې وه۔