ګورنر ملك عبد الولي خان كاكړ سره د نګران صوبائي وزير جان اچكزئي ملاقات

کوئټه۔ 24 اګست (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر ملك عبد الولي خان كاكړ سره نګران صوبائي وزير جان اچكزئي ملاقات ليدلي۔ په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي وضعه ٬ د معاشي جمود ختمولو ٬ نړيوالې سرمايه كارۍ لپاره د لارې هوارولو ٬ سرحدي تجارت ته د ودې وركولو او روزګار لپاره د نوې موقعو رامخې ته كولو په شمول د شريكې خوښې په نورو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه د بلوچستان ګورنر ملك عبد الولي خان كاكړ ووئيل چې د پاكستان روښانه سباؤن بلوچستان سره تړلے دے ځكه ضروري ده چې په صوبه كښې د سرمايه كارۍ ګټورو موقعو څخه استفاده وكړې شي۔ ګورنر ووئيل د بده مرغه د زياتې بې وزلۍ او بې روزګارۍ دلاسه ځوان كول د نشو او ناامنۍ پلو راغب كېږي۔ ګورنر ووئيل په قامي كچه د بلوچستان په زړه پورې عكس رامخې ته كولو كښې د ابلاغ ذريعو كردار څخه انكار كېدې نه شي