لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح مزار ته حاضري

کراچۍ 22 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح مزار ته حاضري كولو سره په مزار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ ده د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلم بند كړل۔ په دې موقع د سندھ ګورنر کامران ټيسوري، لنډمهاله وزيراعليٰ جسټس (ر) مقبول باقر او د اطلاعات او خپرونو لنډمهاله وفاقي وزير مرتضی سولنګي او د كابينې نور غړي هم وزيراعظم سره ٶ۔ د يادونې وړ ده چې وزيراعظم انوار الحق كاكړ د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د كراچۍ وړومبۍ دوره ده۔