پېښور۔ 16 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د ګرل ګائيډ خېبر پښتونخوا آرګنائزېشن 3 كسيزه پلاوي په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې صدر ګرلز ګائیډ خېبرپختونخوا فائزہ بابر، ریجنل کمشنر فرح طارق او ګائیډ کمشنر زرغونه سلمان شامل وه۔ پلاوي د خپل ګرلز ګائیډ پراجېکټس په اړه ګورنر خبر كړو او ده سره يۍ ووېمن امپاورمنټ او یوتھ سره په اړوندو اقداماتو تفصيلي خبرې وكړې او په دې لړ كښې يۍ ګورنر څخه د مرستې خواست هم وكړو۔ ګورنر په دې موقعه د ګرلز ګائیډ لخوا د روان پراجېكټس ډاډګيرنه وكړه او د دوئي په كاركردګۍ او اقداماتو يۍ ادارې ته د عقيدت پېرزوئنې ډالۍ كړې۔ ده پلاوي ته د خپله اړخه د هر ډول ممكنه مرستې باور هم وركړه۔ دې نه ځانله ګورنر سره د پاكستان ہندکووان تحریک 8 كسيزه پلاوي د چیئرمین ډاکټر شریف یاسین او صوبائی صدر اکبر سیټھی په مشرۍ كښې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې ډاكټر افتخار، احمر ضیاء ګیلانی ٬ وقت لودھی او نور شامل وو۔ پلاوي ګورنر پېښو مسئلو څخه خبر كړو ۔ ګورنر پلاوي ته د خپله اړه د هرې ممكنه مرستې باور وركړو۔