ګورنر حاجي غلام علي سره د نوابزاده صدر الدين او قطب الدين ملاقات ٬ تېمرګره پوهنتون لپاره د 20 كناله زمكې عطيه

پېښور ۔ 16 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د دير نوابزداه صدر الدين او قطب الدين د شورؤ په ورځ په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال دوئي د ګورنر په خواست تېمرګره پوهنتون لپاره نوره 20 كناله زمكه عطيه كړه۔ دې څخه وړاندې دوئي ياد شوي پوهنتون لپاره 88 كناله زمكه عطيه كړې وه۔ په دې موقعه اسفندیارخان، عنایت اللہ، ډاكټر ظهور جان او نور اړوند چارواكي موجود وو۔ په دې ځانګړې ډالۍ ګورنر د نواب زاده صدر الدين او قطب الدين مننه كولو سره ووئيل دا د لرې پرتو سيمو ماشومانو له يوه لويه ډالۍ ده۔ دا پوهنتون نه يوازې لوئردیر، اپردیر، چترال بلکې باجوړ سره هم تړون لري او د دې جوړېدو سره به په سيمه كښې د اعلی تعليم شرح لوړه شي كومه به چې د وروستو پاتې سيمو د پرمختګ او سوكالۍ سبب وګرځي۔ ګورنر په دې موقعه نواب زاده صدر الدين ٬ قطب الدين او پلاوي كښې ګډون كوؤنكو ته يادګارۍ ډالۍ او شيليډز وركړل۔ د پلاوي لخوا ګورنر ته قلا لنګۍ ډالۍ كړې شوه۔