دبۍ – 16 اګست (اے پي پي) د متحده عرب اماراتو او نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه په درې ټي 20 مېچونو د مشتمل سيريز لومړې مېچ (سبا) د زيارت په ورځ په دوبۍ كښې كېږي۔ د نیوزی لېنډ د کرکټ ملي لوبډله دا مهال په متحده عربي اماراتو کښې ده او د متحده عرب اماراتو دورې په مهال به د كوربه لوبډلې په ضد د درې ټي 20 مېچونو سيريز كوي۔ د نیوزی لېنډ لوبډلې مشري به نوموړے تیز بالر ټم ساؤتھي کوي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې مېچونو د سیریز دويم مېچ به د اګست په 19مه نېټه او دريم او وروستې په 20مه نېټه كېږي۔ د دريو ټي 20 سيريز ټول مېچونه به په دوبۍ انټرنېشنل کرکټ سټيډيم کښې كولې شي۔