د جشن آزادۍ په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې د بيرغ هسك كولو دستوره وشوه

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د جشن آزادۍ ورځ په موقع پېښور ګورنرهاؤس كښې د بيرغ هسك كولو دستوره وشوه،د خېبر پښتونخواه ګورنر حاجی غلام علی په ګورنر هاؤس كښې بيرغ هسك كړو،په دستوره كښې پخواني ګورنر انجینئر اقبال ظفر جھګړا، پخواني نګران صوبائی وزيرانو منظورآفریدی، حاجی فضل الهی، حامد شاه، عدنان جلیل پشمول د هر مکتبه فکر سره تعلق لرونكو كسانو ، خبريالانو ګډون وكړو،دستوره كښې قامی سرود وغږولې شو ، پولیس يوي چټك ډلي سلامی وكړه۔دستوره كښې د هېواد سلامتيا ، خپلواكۍ ، پرمختګ لپاره دعا وشوه۔