د سندھ ګورنر او وزیراعلی د آزادۍ ورځ په موقع د بانی پاكستان په مزار حاضری، په مزار ئې د ګلونو څادر ئې خپور كړو

كراچۍ 14 اګست (اے پي پي) د سندھ ګورنر كامران خان ټیسوری او د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علی شاه د پاكستان د آزادۍ په 76مه ورځ د بانی پاكستان قائد اعظم محمد علی جناح په مزار قائد حاضری وكړه۔د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علی شاه د سندھ ګورنر كامران ټسوری سره د قائد اعظم په مزار د ګلونو څادر خپور كړو او دعا ئې وكړه۔د سندھ وزیراعلیٰ وياند له مخې د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علی شاه د پاكستان باني قائداعظم محمد علی جناح ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔د سندھ وزیراعلیٰ او ګورنر كامران ټسوری په مرزار قامی بيرغ هسك كړو۔ په مزار قائد د سكول ماشومان او سول سوسائټی وګړي ګڼ شمير كښې موجود وو۔وزیراعلیٰ د سكول ماشومانو سره خبري اتري وكړي او هغوي سره ئې عكسونه جوړ كړل۔وزیراعلی سندھ سید مراد علی شاه په مزار قائد د ميلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم وليكل