ټول ایم پی اے، اتحادی ګوندونو ، اپوزیشن غړو او د بیوروکریسی په غیر متزلزل محنت د زړه څخه مننه كوم ۔ د بلوچستان وزیراعلیٰ

کوئټه 12 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر عبدالقدوس بزنجو د اسمبلۍ په تحلیل كيدو مننه كولو سره وئيلي چې د ټول ایم پی اے، اتحادی ګوندونو ، اپوزیشن غړو او د بیوروکریسی په غیر متزلزل محنت د زړه څخه مننه كوم۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپل يو ټويټ كښې كړي۔ده ووئيل مونږ په ګډه حقیقی جمهوری جذبے مثال وركولو سره د چیلنجونو مقابله كړي ۔سیلاب او د حکمرانۍ په لاره كښې ولاړو خنډانو باوجود مونږ قوي ولاړ وو۔ معاشی چیلنجونو باوجود مونږ د بلوچستان هر ځائې كښې پرمختګ باوري كړي۔ پی ایس ډی پی كشې د هري يوي سيمي مساوی نمائندګی شوي۔ دا اقدام د اتحاد او پرمختګ لپاره زمونږ د عزم عكاسي كوي۔ده ووئيل دوه كلونو څخه كمه موده كښې ما صنفی مساوات وده باوري كړي۔