د پي آئي اے لخوا په 14م اګست د هېواد دننه پروازونو كرايه كښې تر 14 فيصده رعايت اعلان

لاهور۔10 اګست(اے پی پی)پاکستان انټرنېشنل ایئرلائنز(پی آئی اے) د آزادۍ ورځې په موقعه د هېواد دننه پروازونو كرايه كښې د 14 فيصد رعايت اعلان كړے دے۔ د پي آئي اے وياند د زيارت په ورځ ووئيل چې په 14 اګست به د پي آئي اے په ټولو داخلي پروازونو مسافرو ته د معمول كرايه كښې 14 فيصده رعايت ترلاسه وي۔ ده ووئيل رعايتي ټكټونه په فوري توګه جاري كېدې شي او دا به يوازې په 14 اګست سفر كوؤنكو لپاره وي