پيښور٬ د شهيد پوليس اهلكار د جنازې لمونځ په پوليس لائنز كښې ادا كړے شو

پېښور ۔ 10 اګست (اے پی پی) په پېښور كښې د نامعلومه كسانو په ډزو د شهيد شوي پوليس اهلكار د جنازې لمونځ په پوليس لائنز پېښور كښې ادا كړے شو۔ د جنازې په لمونځ كښې نګران اعلی وزير محمد اعظم خان ٬ سي سي پي او او نورو پوليس چارواكو ګډون وكړو۔ اعلی وزير او پوليس چارواكو د شهيد په تابوت د ګلونو څادر خپور كړو۔ په دې موقعه د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وكړې شوه۔ د پوليس يوې چټك ډلې شهيد ته سلامي هم وړاندې كړه۔ په دې موقعه نګران اعلی وزير محمد اعظم خان ووئيل چې په پوليس اهلكار د ډزو پېښه د غندنې وړ ده۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا پوليس د اولس ځان او مال حفاظت لپاره سترې قربانۍ وركړې دي۔ د صوبې اولس په خپل پوليس وياړ لري۔ ده ووئيل صوبائي حكومت به د شهيد كورنۍ ځانله نه پرېږدي د دوئي به هر ډول ممكنه مرسته كولې شي۔