کراچۍ څخه حویلیاں ته روان هزاره ایکسپریس پېښي سره مخ شو، 15 مسافر مړه ، 40 ژوبل

حیدرآباد 06 اګست (اے پی پی) کراچۍ څخه حویلیاں ته روان هزاره ایکسپریس پېښي سره مخ شوي ،سرهاړی ریلوے سټیشن سره نزدې 9 ډبي پټړۍ څخه كوزي شوي چې په نتيجه كښې ئې 15كسان مړه او 40 څخه زيات ژوبل شوي،پېښي نه پس د مرستي كاروائي پيل شوي، پاك پوځ او رینجرز ځوانان د مرستي كاروائيو لپاره لېږلې شوي۔ نوابشاه او سکھر په روغتونونو كښې ایمرجنسی نافذ کړې شوي۔ تفصیلاتو له مخې کراچۍ څخه حویلیاں ته روان هزاره ایکسپریس ډبي نوابشاه سره نزدې ضلع سانګھړ سرهاړی ریلوے سټیشن سره د پټړۍ څخه كوزي شوي۔ پی ټی وی او عینی شاهدانو له مخې پېښي په نتيجه كښې د ټرین 9 ډلي د پټړۍ څخه كوزي شوي په مجموعي توګه 10 ډلو ته زيان رسيدلې۔ ابتدائی توګه پېښه كښې 15 كسان مړه او 40 ژوبل شوي