مظفرآباد 05 اګست(اے پي پي)د كشمير د استحصال ورځ په موقع په ټول آزاد كشمير كښې احتجاجي جلسې٬جلوسونه او لاريونونه٬پايه تخت مظفرآباد كښې تر ټولو لويې لاريون د هائي كورټ پرېډ ګراؤنډ څخه تر اسمبلۍ سېكرټرېټ وويستلې شو۔د احتجاج لاريون مشري د آزاد كشمير وزيراعظم چوهدري انوارالحق وكړه۔په لاريون كښې سيئنر موسټ وزير كنرل(ر)وقار احمد نور٬د حكومت وزيران جاوېد اقبال بډهانوي٬چوهدري اكبر ابراهيم٬چيف سېكرټري٬آزاد كشمير سېكرټري محمد عثمان چاچړ٬د حكومت سېكرټريز٬د سياسي٬سماجي٬مذهبي تنظيمونو استازو پشمول ټول مكتبه فكر سره تعلق لرونكو كسانو په لاريون كښې ګډون وكړو۔په لاريون كښې ګډون كونكو د پاكستان او آزاد كشمير بغېر پورته كړي وو په كومو چې د كشميريانو د حق او هند مخالفې نغرې درج كړې شوې وې۔مظاهرينو د مقبوضه كشمير د اولس په حق كښې او د هندوستان په ضد سخته نعره بازي وكړه