پېښور 05 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزیر اعلیٰ محمد اعظم خان د مقبوضه كشمیر په اولس د هند ظلمونه او په خاص توګه تيرو 4 كلونو راهسې غیر قانونی لاك ډاون په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره وئيلي چې د مقبوضه كشمیر اولس د 7 لسيزو راهسې د هند ریاستی ترهه ګرۍ ښكار دي،هند په دې مهال د كشمیریانو بنیادی حق’’د خپلوكاكۍ حق ‘‘ څخه محروم ساتلو لپاره ظلمونو انتهاء كړې ده۔ده ووئيل فاشسټ هندي حكومت د ټولو ظالمانه هتھكنډو باوجود كله چې كشميريان د خپل حق لپاره ودريدل نو د هند حكومت په 5 اګست 2019 د هند په آئین كښې شامل مقبوضه كشمیر خصوصی حیثیت (آرټیكل۔370 ) ختمولو سره په مظلوم كشمیریانو د ظلم يو نوې تاريخ پيل كړو كوم چې د بشري حقونو نړيوالو ادارو لپاره د فكر وړ خبره ده۔د كشمير استحصال ورځ په اړه جاری شوي خپل خصوصی بیان كښې نګران وزیراعلیٰ ووئيل مونږ د هند د اړخه مقبوضه كشمیر كښې تيرو څلورو كلونو راهسې بدترين ریاستی ترهه ګرۍ غندنه كوو او د كشمیریانو د خپلواكۍ حق اخلاقی ، سیاسی او سفارتی حمایت روان ساتلو له د عزم پخلې كوو