پېښور 04 اګست (اے پي پي) د عوامی نېشنل ګوند مركزی سینئر نائب صدر او د قامی اسمبلۍ غړي امیرحیدر خان هوتی په بونیر، غازی خانه كښې د اے این پی پخواني مركزی سیكرټری او نوموړي شاعر او ادیب شمس بونیری په مړينه د هغه زوي سره غمرازي ښكاره كړه۔ امیرحیدر خان هوتی د ګوند لارښودو سره د ارواښاد قبر ته لاړو۔ ده په په قبر د ګلونو څادر وغوړولو او د ارواښاد لوړو درجو له ئې دعا اوكړه