د جے یو آئي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د باجوړ خار دوره٬ د شهيدانو او ژوبل شويو كورنيو سره غمرازي

پېښور 03 اګست (اے پي پي) د جے یو آئي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د باجوړ خار دوره٬ د شهيدانو او ژوبل شويو كورنيو ملاقات كولو سره د غمرازي څرګندونه كړې۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي، د جے يو آئي (ف) فاټا امير مولانا جمال الدین پشمول نور مشران هم دوي سره وو۔ مولانا فضل الرحمان د شهيدانو كورنيو سره غمرازي كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كوول سره د پارټۍ لخوا شهيدانو لپاره د پنځه پنځه لكه او ژوبل شويو لپاره د درې درې لكه روپو اعلان وكړو۔ مولانا فضل الرحمان په دې موقع د شهيدانو كورنيو ته د هر ډول ممكنه مرسته باور هم وركړو