د كشمير د استحصال ورځ به د اګست په پنځمه نېټه جوش او جذبې سره لمانځلې شي

سرګودها 03 اګست (اے پی پی) په مقبوضه كشمير كښې د قابض هندي ځواكونو لخوا د پرله پسې محاصرې٬ظلم ٬ تشدد او حراست زيات شويو پېښو په ضد به په ټوله نړۍ كښې د اګست په پنځمه نېټه كال 2023 د كشمير د استحصال ورځ په جوش٬جذبه٬ولوله او عزم سره لمانځلې شي۔په دې لړ كښې به د سرګودها ډويژن په څلورو واړو ضلعو كښې دستورې كولې شي كوم لپاره چې ټولې تيارۍ بشپړ كړې شوي دي۔ دغسې د پاكستان نوموړی سپوت راجه عزيز بهټي شهيد نشان حېدر 100م زېږېدنې ورځ به د اګست په 6مه نېټه لمانځلې شي د دې هم تيارۍ بشپړ كړې شوې دي