د باجوړ پېښې شهيدانو پسماندګانو په غم كښې يو برابر شريك يؤ ٬ د پېښور ميئر

پېښور۔ 02 اګست (اے پی پی) د پېښور مېئر حاجی زبېر علی وئيلي دي اولس د خپل پوليس او امنيتي ځواكونو ترڅنګ ودرېدو سره د ترهګرۍ په ضد جنك كښې بلها قربانۍ وركړې دي ٬ د باجوړ پېښې شهيدانو پسماندګانو په غم كښې يو برابر شريك يؤ ٬ دوئي به يوازې پرېښودلې نه شي٬ د ژوبل شويو زر روغتيا له لاس په دعا يؤ٬ د باجوړ په بېلو روغتونونو كښې بستر شويو ژوبل شويو ته د غوره درملنو آسانۍ وركولې شي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي او د ده برخوردار میئر حاجی زبیر علی شپه او ورځ د ژوبل شويو عيادت او د شهيدانو كورنيو سره خواخوږي ښكاره كولو له مېدان كښې موجود دي۔ د ګورنر په خصوصي هدايت د میئر حاجی زبیر علی په مشرۍ كښې د جمیعت علماﺀ اسلام صوبائي لارښودو پلاوې باجوړ ته لاړو چرته چې پلاوي ځپليو كورنيو سره ملاقات وكړو او دوئي ته يۍ ډاډ تسلي وركړه۔ د پېښور ميئر په ذاتي حېثيت كښې ځپليو كورنيو سره مالي مرسته هم وكړه۔ پلاوي د باجوړ په روغتون كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنه هم وكړه۔ میئر حاجی زبیر علی د روغتون انتظاميې ته خصوصي هدايت وكړو چې هغه دې ژوبل شويو لپاره د غوره درملنو آسانۍ برابرولو كښې كوم كمې ونكړي۔ د باجوړ اولس په بشپړه مالي مرسته او د شفقت جذبو په څرګندونه د ميئر مننه وكړه او ده لپاره يۍ دعاګانې وكړې۔