ګرد هېواد كښې عاشورې عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه٬ حضرت امام حسېنؓ او د ھغوي ملګرو ته د كربلا په مېدان كښې د لازوال قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې

APP02-290723 RAWALPINDI: July 29 – A large number of Shiite Muslims participate in 10th Muharram procession to mark Ashoura. Ashoura is the commemoration marking the Shahadat (death) of Hussein(AS), the grandson of the Prophet Muhammad(PBUH), with his family members during the battle of Karbala for the upright of Islam. APP/IFD/ABB

اسلام آباد 29 جولائي (اے پي پي) ګرد هېواد كښې عاشورې عقيدت او احترام سره ولمانځلې شوه٬ حضرت امام حسېنؓ او د ھغوي ملګرو ته د كربلا په مېدان كښې د لازوال قربانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ د هېواد په ټولو لويو او كوچنيو ښاريو كښې علم٬ عمزاۍ او د ذوالجناح جلوس برامد شوي او په سخت امنيتي حصار كښې پخپلو روايتي لارو تېرېدو سره په سوله ايز ډول پائې ته روسېدل٬ په دې موقع د صدر او وزيراعظم د عاشورې ورځ په موقع خپل پېغامونه هم جاري كړل۔صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې د عاشوره مقدس ورځ اسلامی تاریخ كشې لوئ اهمیت لري،دا معرکه د اسلام سرلوړۍ په خاطر يو جدوجهد ؤ۔ په دې ورځ د کربلا په ميدان كښې د حق او باطل په جهګړه كښې د اسلامی اقدار تحفظ په خاطر نواسه رسول صلی الله علیه وسلم سیدنا امام حسین رضی الله عنه عظیم قربانی وركړې۔دا معرکه د اسلام سرلوړۍ په خاطر يو جدوجهد ؤ كوم چې د امام حسین اصولی موقف، غیر متزلزل بهادری او قربانۍ څخه عبارت دې۔وزیرِ اعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې د امام حسین رضی الله قربانۍ مونږ ته غیر متزلزل ایمان، راست بازی او د انصاف ترلاسه كولو انمول سبق ښائي، عاشوره، محرم 10م ورځ ،د ټولي نړۍ مسلمانانو لپاره ژور تاریخی او روحانی اهمیت لري، دا زمونږ د نبی پاك صلی الله علیه وسلم د خوږ نمسي امام حسین د حق لپاره د عظیم جدوجهد، قربانۍ او شهادت ورځ ده۔ په دې ورځ امام حسینؓ د خپل اصحاب او اهلِ بیت سره د كربلا په جنګ كښې د ظلم، جبر او ناانصافۍ په ضد په مړانه مقابله كړي۔ د عاشورې ورځ په موقع په آزاد جمو و کشمير او ګلګت بلتستان پشمول ټولو صوبائي سرښارونو او غبرګون ښارونو كښې د مرکزي جلوس تابيا شوې۔ په دې موقع ذاکرينو او علمائے کرام د عظيم شهادت او د لازوال قربانۍ په بېلا بېلو اړخونو رڼا واچوله او حضرت امام عالي مقام واضح تعليمات او د كربلا د پېښې بېلا بېل اړخونه ئې رامخې ته كړل۔ د ګرد هېواد په لويو ښاريو لاهور کراچۍ، کوئټه، پېښور، ملتان ، فېصل آباد، سرګودھا، جھنګ، اېبټ آباد، مانسهرہ، هري پور كښې د محرم په لسمه ورځ مركزي جلوس برامد شوي٬ د عاشوري ورځ په موقع په اديرو كښې هم اولس د خپلو خپلوانو په قبرونو حاضري كړې۔ په دې موقع لنګر او د نياز (منښتې) او د فاتحه خوانۍ هم اهتمام شوې۔ د جلوس په داخلي او خارجي لارو ازغن تارونه لګولې شوي وو٬ د جلوسونو٬ امام باړو او د عبادت د نورو مذهبي ځايونو او د خاص مقاماتو پشمول ښار كښې مانيټر لپاره جديد سهولتونو سره كنټرول رومز جوړ كړې شوې وو او د سي سي ټي وي كېمرو د لارې د ټولو حساس ځايونو نګراني كېده٬ د عزادارو سهولت لپاره ايمبولينس، ريسکيو 1122، فائر بريګيډ، واپډا، ضلعي انتظاميه او د قانون نافذ كوٶنكو ادارو اهلكار او چارواكي جلوسونو سره تعينات وو، پوليس ،رېنجرز ،ايليټ فورس او د دولفن فورس په شمول د بېلا بېلو ادارو اهلكار جلوسونو سره موجود وو، په دې موقع د ريسکيو 1122، د صحت څانګې او دسول ډيفنس سره سره د بېلا بېلو تنظيمونو رضاكارو طبي كمېپس هم لګولي وو او په روغتونونو كښې هم اېمرجنسي نافذ كړې شوې ده دغسې چې د هر ډول ناوړه پېښې په سمدستي توګه مخنيوي وكړې شي۔ ټوله ورځ د عزا مجلسونو اهتمام هم شوې او د جلوسونو په اختمام شام غريباں اهتمام هم شوې