د خېبر پښتونخوا ګورنر د پېښور بېلو امام باړو ٬ حساس ځايونو او روټس دوره ٬ د امنيتي انتظاماتو يۍ جاج واخست

پېښور ۔ 26 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د محرم الحرام ماتمي جلوسونو د نګرانۍ او امنيتي صورتحال جاج اخستلو له د پېښور ښار بېلو امام باړو ٬ حساس ځايونو او بېل روټس دوره وكړه۔ ګورنر د محرم الحرام حوالې سره امنيتي انتظاماتو له په خان رازق شهيد پوليس سټېشن كښې د جوړ كړې شوي كنټرول روم دوره وكړه چرته چې ده ته د امنيتي انتظاماتو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وروستو ده د قصه خوانۍ بازار دوره وكړه۔ دغسې ګورنر په كوچه سالدار كښې اماميه مسجد او امام باړې ته لاړو چرته چې ده د شيعه مكتب فكر مشرانو سره ملاقات وكړو او هغوي څخه يۍ د امنيتي انتظاماتو په اړه پوښتنه وكړه۔ دغسې ګورنر په كوهاټۍ كښې جوړ كړې شوي سنټرل كمانډ روم ته هم لاړو چرته چې دې د پوليس چارواكو لخوا د ماتمي جلوسونو نګرانۍ له د شوې انتظاماتو په اړه خبر كړو۔ په دې مهال خبرو كښی ګورنر ووئيل دا زما فرض دي چې د ښار دوره وكړم او ماتمي جلوسونو له د سېكورټي انتظاماتو جاج پخپله واخلم۔ ده په امنيتي انتظاماتو د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل وګړي د پوليس انتظامانو نه ډېر خوشحاله دي۔