پېښور 25جولائی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعې په جمرود سيمه كښې د ځانمرګي بريد په نتيجه كښې اېډېشنل اېس اېچ او په حق رسېدلې۔د پیښور سي سي پي او اشفاق انور وئېلي دي چې د خېبرپښتونخوا خېبر ضلعې په جمرود سيمه كښې ځانمرګي چاودنه شوې چې په نتيجه كښې يۍ اېډېشنل اېس اېچ او په حق رسېدلې۔ده ووئيل په سيمه كښې د مشكوك كسانو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوې وه په دې اېډېشنل اېس اېچ او او د هغه نفري هلته ورسېده نو بريد كونكي هغه ځاې څخه د تښتېدو هڅه وكړه۔د هغه وينا وه چې پوليس د بريد كونكې تعاقب وكړو او هم په دغه مهال بريد كونكے جومات ته دننه لاړو او هلته يې خپل ځان والوزولو چې په نتيجه كښې يې اېډېشنل اېس اېچ او په حق ورسېدو۔د پېښور سي پي او وئېلي چې د بريد كونكي يو ملګرې نيولې شوې دې او ځانمرګي بريد كونكې تر هدف رسېدو څخه وړاندې ودرولې شوې وو۔ د ده د هدف تعين كولې شي۔ په چاودنه كښې ژوبل شوې اهلكار او نور كسان طبي مرستې لپاره روغتون ته منتقل كولې شي