پېښور 23 جولائي (اے پي پي) نګران وزیر اطلاعات بیرسټر فیروز جمال شاہ کاکاخیل وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلیٰ په امر ټوله صوبه كښې اړوندي محکمې الرټ دي، نګران وزیر اعلی ځپليو سيمو كښې د ریسکیو او مرستي هلو ځلو پخپله څارنه كوي۔د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې نګران صوبائی وزیر بیرسټر فیروز جمال شاہ کاکاخیل صوبه كښې د بارانونو او سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړي۔ نګران صوبائی وزیر مانسهرہ ضلع كښې د كور چھت راپريوتو په نتيجه كښې د ميرمن پشمول د درې كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي۔ده ووئيل طوفانی بارنونو او سېلاب له امله چترال كښې زيان شوي۔ده ووئيل لوئر چترال كښې لويه مشینری رابطه سړكونو بحالۍ كښې بوښت ده۔