د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی شانګله ضلع كښې ګاډې ژورې كندې ته د پريوتو له امله د 6 كسانو د مړينې په پیښه د افسوس څرګندونه وكړه

پیښور 21جولائی(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا نګران وزيراعلٰی شانګله ضلع كښې جيپ ژورې كندې ته د پريوتو په نتيجه كښې د شپږ كسانو په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره ځپليو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔د جمعې په ورځ جاري شوي غمرازۍ په بيان كښې وزيراعلٰی د ارواښادو بخښنې او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړھ۔وزيراعلٰی په پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه