پشاور۔ 17 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو ٬ اوقاف ٬ حج ٬ مذهبي او اقليتي چارو نګران وزير فېروز جمال شاه كاكاخېل وئيلي دي چې د صحافت څانګه د صوبې په پرمختګ كښې مهم كردار لري٬ صحافت اوس د كوم هم رياست يوه مهمه ستن جوړه شوې ده٬ جرنلزم يوه لويه ذمه واري ده ٬ د دې په ښه ډول كارول به يو په زړه پورې ګام وي۔ د جرنلزم په غېر ذمه واره توګه كارول د ټولنې د تباهۍ سبب ګرځېدې شي٬ مونږ چې د استاذانو څومره هم قدر وكړؤ كم دے ٬ استاذان مهذبې ټولنې جوړوي او د ټولنې په تلپاتي پرمختګ كښې د استاذانو كردار ډېر مهم دے٬ مونږ ته صوبه په ځپلي شوي حالات كښې ترلاسه شوه ٬ د كوم قرض اخستو نه غېر د صوبې چارې په ښه ډول مخ په وړاندې بيايؤ٬ سياست عبادت ګڼؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د یونیورسټی آف پشاور د صحافت څانګې دورې په مهال وكړه۔ په دې موقعه وائس چانسلر ډاكټر محمد ادريس ٬ د صحافت څانګې چيئرمېن ډاكټر فیض اللہ جان، اسسټنټ پروفیسر (جرنلزم) بخت زمان، اسسټنټ پروفیسر (جرنلزم) سید عرفان اشرف او نور هم موجود وو۔ په دې موقعه نګران وزير ته د صحافت څانګې بېلو سېكشنز ٬ چارو او كاركرګۍ په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ده د څانكې زده كوؤنكو سره وليدل او د ډيجيټل سټوډيو دوره يۍ هم وكړه۔ زده كوؤنكو ته خپل خطاب كښې ده ووئيل دا ما لپاره د خوشحالۍ ورځ ده چې زه د صحافت زده كوؤنكو ته مخاطب يم۔ سبا به هم دا زده كوؤنكي په مېدان كښې وي۔ ده ووئيل صحافت يو مهمه او پروفېشنل څانګه ده۔ د دې په صحيح توګه كارولو سره ټولنې جورېږي او په غېر ذمه توګه كارولو سره په ټولنه كښې خرابۍ رامخې ته كېږي۔خبرياله ورورلي دې زمونږ د ټولنې اقدار نظر كښې نيولو سره رپورټنګ وكړي۔ ده ووئيل د سوشل ميډيا په ناوړه توګه كارولو سره د 9 مئي په څير پېښې رامخې ته شوې۔ د جرنلزم څانګې چيئرمېن ډاكټر فېض الله جان زده كوؤنكو ته خپل خطاب كښې ووئيل جرنلزم ډیپارټمنټ كال 1978 كښې جوړ كړے شو۔ دې ډیپارټمنټ په ګرد هېواد كښی او بهر نړۍ كښی د پښتو او اردو نوموړي خبريالان پېدا كړل۔ اوس په دې ډیپارټمنټ كښې يوازې خبريالان پېدا كولې نه شي بلكې سټرېټجک کمیونېکېشن ته هم پام ګرځولے شي۔ په دې موقعه وائس چانسلر نګران وزير فېروز جمال شاه كاكاخېل ته شيلډ وړاندې كړو۔