پېښور٬ بي آر ټي كښې د عسكونو او وېډيو په جوړولو بندېز ولګولے شو

پېښور 17 جولائي (اے پي پي) د پېښور انتظاميې په بي آر ټي كښې د اجازې نه غېر د عكسونو او وېډيو په جوړولو بندېز لګولے دے۔ د پېښور انتظاميې وياند له مخې په بسونو ٬ په سټېشنونو٬ رېمپس٬ الېكټرك سټيئرز٬ لفټونو ٬ انډر ګراٶنډ لارو٬ ټكټ ايريا كښې او د بي آر ټي په پلونو د وېډيوز په جوړولو او عكسونو اخستلو بنديز لګولے شوے دے٬ د انتظاميې لخوا د اجازې په ترلاسه كولو دې هم د مسافرو د پرائيوېسي او تګ راتګ خيال وساتلے شي