پېښور ۔ 16 جولائی (اے پی پی) د جماعت اسلامي (پېښور) تر اهتمام او انتظام لاندې “حرمت سود کنفرنس” (سبا) د ګل په ورځ په پېښور كښې كیږي۔ د جماعت اسلامی خېبرپختونخوا د اطلاعاتو سېكتر سيد جماعت علي شاه له مخې دا كنفرنس به په 17 جولائي ماځيګر 4 بجې په نشتر هال پېښور كښې د جماعت اسلامي امير سراج الحق په مشرۍ كښې كېږي۔ كنفرنس كښې به مولانا عبد الاكبر چترالي د خاص مېلما په توګه ګډون كوي۔ كنفرنس ته به نوموړے سكالر علامه مفتي غلام الرحمن او نور خطاب كوي۔