د خېبر پښتونخوا ګورنر د مردان دوره ٬ د ترهګرو په بريد كښې د ژوبل شويي ډي ايس پي او سي ټي ډي اهلكار تپوس پوښتنه

پېښور ۔ 09 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي تېره ورځ د مردان دورې په مهال مردان میډیکل کمپلېکس ته لاړو چرته چې هغه د ترهګرو په بريد كښې د ژوبل شوي ډی اېس پی فاروق زمان او د سي ټي ډي اهلكار تپوس پوښتنه وكړه۔ ګورنر په دې موقعه د روغتون انتظاميې څخه ژوبل شويو ته د درملنو په لړ كښې د وركړې كېدونكو آسانيو په اړه معلومات ترلاسه كړل۔ ده د روغتون انتظاميې ته هدايت وكړو چې ژوبل شوي پوليس افسر او اهلكار ته ټولې ممكنه طبي آسانۍ وركړې شي۔ ګورنر د روغتون بېلو وارډونو دوره هم وكړه او دغلته يۍ د رنځورانو تپوس پوښتنه وكړه۔ په دې مهال ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل ترهګري يو ناسور دے د دې نوغې ويستلو له وفاقي او صوبائي حكومتونه پرله پسې هڅې كوي بياهم اولس له به هم د يو ذمه وار وګړي په حېث خپل كردار ترسره كول وي۔