د قرآن پاك د بې حرمتۍ په ضد په سكھر كښې د مسلمانانو او هندو ورورولۍ په ګډه لاريون

سكھر – 08 جولائي (اے پي پي) په سویډن کښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې په ضد په سكھر كښې مسلمانانو او هندو ورورولۍ په ګډه احتجاجي لاريون وويستلو۔ د سکھر سياسي او سماجي لارښود سيد زاهد حسني شاه په مشرۍ كښې بې نظير انكم سپورټ پروګرام آفس څخه لاريون وويستلے شو۔ په لاريون كښې په سويډن كښې د قرآڼ كريم د بې حرمتۍ پېښې په ضد سختې نعرې پورته كړې شوې۔ د مقدس كتاب بې حرمتۍ په ضد لاريون كښې د مكېش كمار په مشرۍ كښې د هندو ورورولۍ ګڼ شمېر كاركنان هم شامل وو۔ لاريون ته خپل خطاب كښی دوئي ووئيل د قرآن پاك حفاظت لپاره به له كومې هم قربانۍ څخه سرغړونه كولې نه شي۔ اسلام د كوم مذهب سپكاوې نه كوي۔ اسلام د مينې او امن درس وركوي۔ هم دغه سبب دے چې پاكستان كښې ټولو ته مذهبي آزادي ترلاسه ده۔ سيد زاهد شاه ملګرو ملتونو څخه د پېښې نوټس اختسو سره د سويډن حكومت په ضد د كارروايۍ كولو غوښتنه وكړه۔