اسلام آباد۔8جولائی (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر زاهد اكرم دراني وئيلي دي چې په بنوں او جنوبي ضلعو كښې اولس سره كړې لوظونه به د هغوي به درشل پاللې شي ٬په بنوں كښې د پرمختيائي پروژو جال خپور كړے شوے دے۔ ده دا خبره په سيد آباد غوړا وزيران او صحبت خان للوازائي بنوں كښې د ګاز منصوبو پرانستې په موقعو بېلو دستورو ته خطاب كښې وكړه۔ دوهم سپيكر ووئيل چې د سید آباد غوړا وزیران او صحبت خان للوزائی اولس سره چې كوم لوظ شوے وو هغه وپاللے شو۔ ده ووئيل په بنوں او جنوبي ضلعو كښې اولس سره شوې لوظونه به د هغوي به درشل پاللې شي ٬په بنوں كښې د پرمختيائي پروژو جال خپور كړے شوے دے۔ ده ووئيل اوسنې حكومت اولسي مسئلې په ترجيحي بنيادونو حل كوي۔ په اوسني بجټ كښی د بنوں او جنوبي ضلعو پرمختګ او سوكالۍ لپاره ريكارډ بجټ بېل كړے شوے دے۔ ده وئيل د بېلو منصوبو بشپړ كېدو سره به د بنوں او جنوبي ضلعو د اولس د ژوند معيار پياوړې شي او دوئي ته به د روزګار موقعې ترلاسه شي۔