د آفتاب احمد خان شېرپاؤ په شانګله کښې د ماشومانو په مړينه د افسوس څرګندونه

پېښور ۔ 07 جولائی (اے پی پی) د قامي وطن پارټۍ چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ په شانګله کښې د غره د يوې برخې پرېوتو پېښې په نتيجه كښې د ماشومانو په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ تېره ورځ په خپل يو تعزيتي پيغام كښې ده ووئيل د شانګلې په ماتونګ سيمه كښې د غره د يوې برخې پرېوتو په نتيجه كښې د 8 ماشومانو په مړينه راته سخت خفګان شوے دے۔ ده ووئيل زما ټولې خواخوږۍ غمجنيو کورنیو سره دي۔ ده ووئيل ځپليو كورنيو سره دې بشپړه مالي مرسته وكړې شي۔