جسټس ابراهيم خان د پيښور هائي کورټ د قائم مقام چيف جسټس په توګه سوګند پورته کړو۔

پشاور۔ 07 جولائی (اے پی پی) جسټس ابراهيم خان د پيښور هائي کورټ د قائم مقام چيف جسټس په توګه سوګند پورته کړو۔ د تفصيلاتو ترمخه د خيبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د پيښور هائي کورټ نوي ټاکل شوي قائم مقام چيف جسټس محمد ابراهيم خان څخه په ګورنر هاؤس پيښور کښي څوګند واخست۔ په دستوره كښې د قانون سېكترې شګفته نويد د پيښور هائي كورټ د قائم مقام چيف جسټس په توګه د جسټس محمد ابراهيم خان د تقررۍ په اړه صدارتي اعلاميه لوستلو سره واوروله۔ د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د پېښور هائي كورټ قائم مقام چيف جسټس جسټس محمد ابراهيم خان ته د نوې ذمه وارۍ په سنبالولو مباركي وركړه۔ د سوګند پورته کولو په مراسمو کښې د پېښور هائي کورټ ججانو، وکيلانو، نګران صوبائي وزيرانو، فضل الهي، سهال نذير ايجوکيټ، جسټس (ر) ارشد قيصر، د نګران وزيراعلی صلاحكار پير هارون شاه، رحمت سلام خټك ٬ حاجي هدايت الله خان، ډاکټر رياض انور، آئي جي پوليس اختر حيات خان او د بېلو څانګو انتظامي مشرانو ګډون وکړو۔