پېښور ۔ 07 جولائی (اے پی پی) د خېبر په باړه تحصيل كښې د جمعيت علماﺀ اسلام تر اهتمام لاندې په سویډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ پېښې په ضد احتجاجي لاريون وويستلے شو۔ د لاريون مشري تحصيل چيئرمېن مفتي كفيل آفريدي كوله۔ د جمعې به ورځ د جمعيت علماﺀ اسلام د سوؤنو په شمېر كاركنان او لارښود د تحصيل چيئرمېن مفتي كفيل آفريدي په مشرۍ كښې د باړه پرېس كلب مخې ته جمع شول او په سويډن كښې د قرآن پاك د بې حرمتۍ رامخې ته شوې پېښې په ضد يۍ احتجاجي لاريون وويستلو۔ په دې مهال د سويډن ملي بېرغ وسوزولې شو او د سويډن حكومت په ضد سختې نعرې پورته كړې شوې۔ د مظاهرچيانو وېنا وه چې د قرآن كريم په حرمت زمونږ ځانونه هم قربان دي٬ چاته هم د اسلام د مقدسات او شعائرو د بې حرمتۍ اجازه وركولې كېدې نه شي۔ لاريون ته خطاب كوؤنكو ووئيل چې دې پېَښې د نړۍ يو نيم ارب څخه د زياتو مسلمانانو جذبات مجروح كړې دي۔ دوئي ووئيل د قرآن پاك بې حرمتي د زغملو وړ نه ده۔