
پیښور 06جولائی(اے پی پی)د وزيراعظم د سياسي او اولسي چارو خاص مرستيال او د خېبرپښتونخوا د پاكستان مسلم ليګ(ن)صدر انجينئر امير مقام وئېلي دي چې د لوے څښتن مننه ده چې قائد نواز شريف يو ځل بيا په جعلي كيس كښې عدالت بې ګناه ثابت كړې۔د زيارت په ورح د احتساب عدالت لخوا د مسلم ليګ(ن)قائد محمد نواز شريف په اړه تفصيلي پريكړه جاري كېدو نه پس په خپل يو بيان كښې د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام ووئيل چې هغه ټول قام٬د ګوند مشرانو او كاركنانو له مباركي وركوي۔ده ووئيل چې مونږ به وئېل چې دروغ به خپل انجام ته رسي٬د نن عدالتي پريكړې انتقامي سياست په ډاګه كړو۔