لاهور 06 جولائي (اے پي پي) په لاهور كښې د يو كور د چهت لوېدو پېښه كښې څلور كسان مړه او يو ژوبل شوې٬ د رېسكيو 1122 له مخې د چونګي امر سدھو سيمې په بنديا واله پل مقام د يو كور چهت لوېدلې چې په نتيجه كښې ئې د درې ماشومانو پشمول 4 كسان مړه شوي او يوه ماشومه ژوبل شوې۔ مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوې دي