هندي پوځ كښې د نظم و ضبط ناوړه صورتحال د خطر خبردارې وركوي٬ ميډيا رپورټس

اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) هندي پوځ كښې د نظم و ضبط خراب صورتحال كمانډرز لپاره د خطر خبردارې وركوي ٬ هره ورځ د ډسپلن د خراب شوې صورتحال له امله ډاٶن مورال، لږې تنخاګانې او د چارواكو ځوانانو سره سپكه رويه٬ هندي پوځ كښې د بغاٶت اندېښنې هم زياتې شوې دي٬ هندي پوځ كښې يوازې په كال 2022 كښې 537 كورټ مارشل او د 6 زره نه زيات د ډسپلن پېښې رامخې ته شوې،12 زره 410 نه زيات پوځي بهګوړې او د ډيوټۍ نه په سرغړونه كولو برخاست كړې شوې دي۔ د ميډيا رپوټس له مخې په كال 2019 كښې د بي اېس اېف ځوان تېج بهادر د غېر معياري خوراك په اعتراض د سروس نه برخاست كړې شوې ٶ٬ په اګست كال 2009 كښې د اتېم بهار رجمنټ عسكر موهن چن په رخصتۍ نه ترلاسه كېدو د كمپنۍ كمانډر مېجر الېګزينډر په ګولو سورې كړې ٶ٬ په جولائي كال2017 كښې په سنتري ډيوټۍ لګولو د 19 مدراس رجمنټ نائيك کاټھي ريسان مېجر شېکھر تھاپا په ګولو وېشتې ٶ٬ په كال 2016 كښې عسكر چندو بابو لال د هند پوځي چارواكو د ناروا سلوك نه دلبرداشته كېدو سره بارډر كراس كولو سره پاكستان ته راغلے ٶ٬ دغسې په ستمبر كال 2022 كښې مېجر جنرال مېتھيوز په پوځي سامان اخستو سره د كروړونو كرپشن كړې٬ په اګست كال 2022 كښې ليفټيننټ کرنل او صوبيدار مېجر د اېم اي اېس ټهيكو څخه 50 فيصده رشوت غوښتې ٶ٬ په كال جولائي كال 2022 كښې د هند لس عسكر د لكهونو روپو ماليت سركاري داروګان په بېلك ماركيټ كښې خرڅولو سره نيولي شوي وو٬ په اپرېل كال2021 كښې يو پوځي چارواكي پوليس كانسټېبل سره په ګډه په سرينګر كښې يوې كوچنۍ سره جنسې زياتې كړې وو