سويډن كښې د قرآن مجيد د بې حرمتۍ په ضد آل مذاهب کنفرنس به (نن) كېږي

لاهور 02 جولائي (اے پي پي) سويډن كښې د قرآن مجيد د بې حرمتۍ په ضد آل مذاهب کنفرنس به (نن) د ګل په ورځ كېږي۔ دا خبره بېن الامذاهب مكالمه لپاره د قامي كمېشن چيئرمېن آرچ بشپ سبيسټين فرانسس او د مولانا محمد عاصم مخدوم تر مېنځه د اتوار په ورځ په ملاقات كښې شوې۔ په كنفرنس كښې به د ټولو مذهبونو نمائندګان ګډون كوي۔۔ په دې موقع آرچ بشپ سبيسټين فرانسس ووئيل چې د قرآن مجيد بې حرمتي يو شعور لرونكې انسان نشي كولې٬ ده ووئيل د سويډن د پېښې چې څومره غندنه وشي كمه ده۔ آرچ بشپ سبيسټين فرانسس ووئيل په كنفرنس به خپل بشپړه احتجاج رېكارډ كوٶ، د قران مجيد توهين سره د اسلامي نړۍ زړه ازارولې شوې دې۔ مولانا محمد عاصم مخدوم ووئيل چې مونږ په نړۍ كښې امن غواړو خو دا ډول پېښه د بېن المذاهب روادارۍ ودې لپاره ستونزې پېدا كوي