د پاکستان او آئي اېم اېف ترمېنځه د 3 اربه ډالرو د سټاف ليول لوظنامه٬ د آئي اېم اېف لوظنامې سره به د هېواد معيشت مستحكم شي، د تېرو دريو مياشتو په مهال چين پاكستان د ديواليه كېدو نه بچ كړې٬ اتحادي حكومت د هېواد د معيشت استحكام لپاره د پرېكړو سياسي قيمت وركړې۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف پرېس کنفرنس

APP13-300623 LAHORE: June 30 – Prime Minister Muhammad Shehbaz Sharif addresses press conference at the signing ceremony of Staff-Level Agreement with the IMF on a nine-month US$3 billion Stand-By Arrangement at Governor House. APP/AHF/ABB

لاهور 30 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان او آئي اېم اېف ترمېنځه د سټاف ليول لوظنامې نه پس به د اېګزېكټو بورډ څخه منظوري اخستې شي٬ د بشپړه سفارتكارۍ او سختې خوارۍ نه پس د پاکستان او آئي اېم اېف ترمېنځه د 3 اربه ډالرو د سټاف ليول لوظنامه ممكن شوې، د آئي اېم اېف لوظنامې سره به د هېواد معيشت مستحكم شي٬ د تېرو دريو مياشتو په مهال چين پاكستان د ديواليه كېدو نه بچ كړې، سعودي عرب او متحده عرب امارات زمونږ بشپړه ملګرتيا كړې٬ د هېواد معيشت بحالۍ لپاره جامع منصوبه جوړه كړې شوې ده٬ په موده ترسره كېدو به حكومت پرېږدو٬ د ټاكنو نېټه وركول او الېكشن كول د ټاكنو كمېسون كار دے، نواز شريف درملنې لپاره بهر هېواد كښې دې٬ ډېر زر به هېواد ته راستون شي، فتنے يو كال سازش كولو سره هېواد تباه كړې٬ د موجوده حكومت په دور كښې د يوې روپۍ د كرپشن كېس نه دې رامخې ته شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په پرېس كنفرنس كښې كړې۔ په دې موقع وفاقي وزيران اسحاق ډار، مريم اورنګزېب او د پنجاب ګورنر انجينئر بليغ الرحمن هم موجود ٶ۔ وزيراعظم ووئيل ويړې اسلامي نړۍ او پاكستان كښې مېشته وروڼو خوېندو ته د اختر مباركي وائم٬ د الله پاك نه دعا غواړو چې د دې اسلامي تهوار په نتيجه كښې پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ په ور سم شي او د ستونزو ئې خاتمه وشي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره د سو مياشتو راهسې زمونږ خبرې جاري وي او نن په زړه پورې تنيجې ته ورسېدې٬ په دې لړ كښې آئي اېم اېف هم بيان كړېدے، د دې معاشي بوجھ او اولس له د زياتو تكليفونو سبب پوهېدل ضروري دي، لوے اختر د ايثار او قربانۍ نامه ده او په قرآن كريم كښې په دې لړ كښې واضح پېغام دے، لوے اختر د ايثار او قربانۍ ھغه جذبه ده كوم چې يوه كورنۍ٬ ټولنه او قامونه د ستونزو نه بهر كوي٬ د قامونو يوالي او د شپې او ورځې محنت څخه د ستونزو نه په وتلو كښې مرسته ترلاسه كېږي او کاميابۍ ترلاسه كېږي۔ وزيراعظم ووئيل تر كال 2018 هېواد د نواز شريف په مشرۍ كښې د لوي څښتن په فضل ډېر په تېزۍ سره د پرمختګ په لار روان ٶ، زمونږ بدترين ناقدينو هم په دې د اختلاف كولو جرات نه كوٶ ځكه چې زمونږ د پرمختګ شرح په كال 17-2018 كښې 6.2 وه او پاكستان نړۍ كښې په تندۍ سره پرمختګ كوٶنكې معيشتونو كښې شمېرلې كېدو٬ د شل شل ساعته لوډشېډنګ خاتمه شوې وه٬ په سي پېك په تندۍ سره كار كېدو٬ د برېښنا منصوبې بشپړېدې٬ په پن برېښنا كار پېل ٶ، د سړكونو نېټ خپور شوې٬ د لمر تون او ونډ پاور منصوبې لګېدې٬ پاكستان د نړۍ نورو قامونو سره د پرمختګ په زغل كښې مخ په وړاندې روان ٶ۔ ده ووئيل د بدترين ټګۍ د لارې عمران نيازي د قتدار په چوكۍ په زبرستۍ كېښنولې شو، آر ټي اېس بند شو٬ په تاريخ په وړومبي ځل كليوالو سيمو كښې د ټاكنو نتيجې په څو ساعته كښې راغلے او په ښاريو كښې نتيجې كښې د ورځو نا د اوونيو تاخير وشو، ھغه د تاريخ بدترين ټاكنې وې۔ وزيراعظم ووئيل پخواني حكومت آئي اېم اېف سره په خبرو كښې وېره كوله چې په سبب ئې د 6 مياشتو تاخير وشو او دې سره هېواد ته لوے زيان وشو، بيا آئي اېم اېف سره لوظنانه وشو او د ھغې خلاف ورزي ئۍ وكړه او د پاكستان عزت ته د رسولو ناوړه هڅه وشوه او د نړيوالو ادارو په پاكستان باور ته زيان ورسېد۔ ده ووئيل بيا په نړۍ كښې د كرونا په سبب د پرمختګ رفتار متاثره شو خو د كرونا په مهال چې څه ترلاسه كېدل شول په ھغې نه د مجرمانه غفلت په سبب ګټه پورته نه كړې شوه، قدرتي ګاز، اېل اېن جي د کرونا په مهال دريو ډالرو ته راغلے ٶ د ھغې سودا ونه كړې شوه چې زيان ئې ورسته قام ته ورسېد۔ شهباز شريف ووئيل مونږ ډېره په خوارۍ آذربائيجان سره د اېل اېن جي لوظنامه كړې٬ شرطونه ئې دا دي ٬آذربائيجان به پاکستان ته د ارزانې كارګو وړاندېز كوي او پاكستان به هره مياشت خپلې مرضۍ سره ګاز اخلي او كه وانه خلي نو جرمانه به نه وي٬ ده ووئيل ماضي كښې حكومت د چينۍ او د غنمو درآمد او برآمد كړې چې ګټه ئې يو څو كسانو ته رسېدلې٬ ګراني زياته شوه او دا صورتحال مونږ ته په ورثه كښې ترلاسه دے، اتحادي حکومت د هېواد پرمختګ په لاره روانولو له سختې هڅې وكړي٬ په قامي خزانه كښې د هر خيانت به انكوائري كوم او قام ته به ئې وړاندې كوي، حکومت په تېرو څو مياشت كښې د سرې او د غنمو پشمول په ټيټه بولۍ درامدات كړي چې په اربونو روپۍ بچت شوې٬ سېلابونه راغلي٬ بشپړې هڅې شوې٬ سل اربه روپۍ وفاقي حكومت خرڅ كړي٬ صوبائي حكومتونو وسائل استعمال كړي، زيات معاشي زيان شوې٬ د دې د پاڅه فتنه سازي وشو او قصداً اړې ګړې پېدا كړې شو۔ ده ووئيل په هېواد كښې سياسي عدم استحكام لپاره ښه زور لګولې شوې٬ د پاكستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره بيانيې جوړې كړې شوې٬ په هره طريقه هېواد بدنام كړې شو٬ غېر ملكي ادارې خبردار كړې شوې چې د پاكستان مرسته ونه كړۍ ګني دا حكومت به هر څه تباه كړي٬ تر دې ووئيل شول چې پاكستان خدائے د نه كړي سري لنكا جوړېدونكې ده٬ دلته دوست نما دښمن پاكستان د سري لنكا غوندې حالاتو سره مخ كول غوښتل٬ د دې نه زيات د عمران نيازي د هېواد د بدترين دښمنۍ مثالي كېدې شي او د سري لنكا صدر په پېرس كښې د آئي اېم اېف اېم ډي سره په ملاقات كښې پاكستان په ښه لفظونو يادولو او پاكستان لپاره ئې د نېكو هيلو څرګندونه كوله۔ ده ووئيل زما د آئي اېم اېف اېم ډي سره څو ځله ټېلي فوني خبرې شوې٬ د خطونو تبادله شوې٬ د اسحاق ډار په مشرۍ كښې د وزارت ډلې د شرطونو پحقله خپل كردار لوبولې٬ په پېرس كښې د آئي اېم اېف اېم ډي سره د پلاوي په كچه تفصيلي خبرې شوې٬ ما پوښتنه كړې چې ستاسو كم شرط نه دې ترسره كړې شوي٬ مونږ خپل سياست په داٶ لګولې، نواز شريف، مسلم ليګ (ن) او اتحادي جماعتونو خپله سياسي سرمايه په داٶ لګولو سره هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړې او د هېواد معيشت لپاره ئې سختې پرېكړې كړې٬ ده ووئيل دوه درې نور شرطونه ئې ښودلي٬ په ھغې اقدامات شوې٬ اسحاق ډار ته د ټېلي فون د لارې د هر ډول اقداماتو كولو امر شوې۔ وزيراعظم ووئيل په پېرس كښې د آئي ډي بي صدر سره زما ملاقات شوې او د يو ارب ډالرو ېې اعلان كړې٬ دا هر څه د لوي څښتن په مرسته ممكن شوي۔ ده ووئيل د جولائي په 12مه نيټه به د آئي اېم اېف د ايګزيکټو بورډ غونډه كېږي او په ھغې كښې به پاكستان لپاره د درې اربه ډالرو د سټينډ بائي لوظنامې منظوري وركولې شي٬ د اي اېف اېف موده به په 30 جون پائې ته ورسي، د آئي اېم اېف د منيجنګ ډائريکټر او د ھغه د ډلې مننه كوي او د خزانې وزير او د ھغه د ډلې هم مننه كوم٬ ټولو پاكستانيانو ته خواست كوم چې دعا وكړي چې دا آخري ځل وي چې پاکستان د آئي اېم اېف پروګرام ترلاسه كړي او د دې نه پس د قرضې اخستو نوبت رانشي۔ ده ووئيل ترکيه په كال 2007ء كښې په آخري ځل آئي اېم اېف سره لوظنامه كړې٬ زمونږ په هېواد كښې څو ځله د آئي اېم اېف پروګرام نيمګړے پرېښودې شوې٬ د نواز شريف په دور كښې په وړومبي ځل دا بشپړ كړې شوې چې ورسره په هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ دور راغلو٬ ده ووئيل عام وګړي د 70 كالو راهسې قربانۍ وركوي٬ عام وګړو له نه اوس به اشرافيه له قرباني وركول وي۔ وزيراعظم ووئيل د سباون لائحه څه پكار ده٬ مونږ له به خپل ځان مضبوطول وي۔ ده ووئيل د مئي 9مه نيټه د پاكستان د تاريخ تاريك ورځ وه٬ هيله لرو چې په سباون كښې به دا ډوې پېښې بيا نه رامخې ته كېږي٬ دغه پېښې د هېواد د تباهۍ يو بشپړ سازش ٶ چې پكښې كورني او بهرني دوست نما دښمنان شامل وو٬ د دغه پېښو سازش شو چې د آئي اېم پروګرام ونه شي٬ هېواد ديواليه شي٬ تباهي او اړې ګړې خپور شي۔ وزيراعظم ووئيل تاريخ موجود دې كله چې فتنه پېدا كوٶنكو خپل پوځ او قام جنګولې٬ ھغه هېوادونه كهنډرې جوړ دي٬ لوي څښتن په 9م مئي پاكستان بچ كړې٬ ناوړه څېرې بې نقابه شوې، وزيراعظم ووئيل سعودي عرب او متحده عرب امارات څه د قرضو په ترلاسه كولو كښې د حكومت سره سره د پوځ سرلښكر هم هڅې كړې٬ د اجتماعي هلو ځلو د لارې سعودي او يو اے اي څخه درې اربه ډالره ترلاسه شوې٬ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په دې معامله بشپړه سفارتكاري كړې۔ ده ووئيل د پاکستان معاشي بحالۍ لپاره د اقتصادي بحالي کونسل جوړ كړې شوېدے۔ د دې نه وروسته د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل پاك چين دوستي لازوال ده كومه چې به لا مستحكم شي٬ تېر حكومت دې اړيكو ته زيان رسولې٬ د اوسني حكومت په دور كښې دا اړيكې لا مستحكم شوې دي او دوه اړخيزه روابط زيات شوي۔ ده ووئيل په ټاكنو كښې چې اولس كوم ګوند ته موقع وركړه د ھغې به مرسته كوٶ، كه مونږ ته موقع ترلاسه شوه نو د اولس او هېواد په ګټه كښې به په تندۍ په پرېكړو عمل كوٶ۔ وزيراعظم ووئيل په عمران خان او هټلر كښې څه فرق دے٬ ھغه په هېواد كښې د ګټې يو كار نه دې كړې بلكې د هېواد تباه كولو ئې هڅې كړې۔ ده ووئيل د معاشي بحالۍ په منصوبه كښې زراعت، معدنيات، انفارميشن ټيکنالوجي، اېس اېم ايز څانګو ته پام ګرځوٶ٬ يو موټې كېدو سره كار كولو سره به هېواد د پرمختګ وكړي او د لاسه وركړې شوې مقام به بيا ترلاسه كړي۔ وزيراعظم ووئيل په اوسني بجټ كښې د کفايت شعارۍ اقدامات شامل كړې شوې دي٬ د سېنېټ چيئرمېن خپله وئيلي دي چې په تنخاګانو كښې د اضافې بل به بېرته واخو۔ ده ووئيل په ميډيا د يو بندېز په حق نه يو٬ په ماضي قرېب كښې چې ميډيا سره څه شوې ھغه ستاسو په وړاندې دي، سرکاري ادارو ته د 600 اربه روپو لګ بهګ ګرانټس ترلاسه كېږي٬ كاروبار چلول د حكومت كار نه دې د حكومت كار دې دې لپاره پاليسۍ جوړول دي، د اسلام آباد ايئرپورټ به په سپېځلې ډول په اګست كښې آٶټ سورس كوٶ٬ دا رقم به قامي خزانې ته راځي۔ شهباز شريف ووئيل نواز شريف د پانامه په نامه د اقامے د لارې بهر كړې شوې٬ ھغه د هېواد د بهترۍ خبرې كړې٬ عمران نيازي د عدم اعتماد د تحريک د لارې بهر كړې شو نو د هېواد په ضد ئې سازشونه پېل كړل٬ ده ووئيل په موده ترسره كېدو به حكومت پرېږدو٬ د ټاكنو نېټه وركول او ټاكنې كول د الېكشن كمېشن اختيار دے۔ وزيراعظم ووئيل د مسلم ليګ (ن) په دور كښې به اوړه په 35 او چيني په 52 روپۍ كلو ترلاسه كېدل٬ د پخواني حكومت په دور كښې د ګرانۍ طوفان راغلے او كرپشن زيان شوې٬ په ھغه دور كښې حكومت كمېشن جوړ كړې چې يو رپورټ ئې نه دې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل د آئي اېم اېف لوظنامې سره به د پاكستان معيشت مستحكم شي٬ په جولائي كښې به د زرمبادله پانګې 14 اربه ډالره ته ورسي٬ عمران خان خپله تنخا زياته كړې٬ زمونږ حكومت د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې د 30 نه تر 35 فېصده اضافه كړې او په پنشن كښې 17.5 فيصده اضافه شوې۔ په دې موقع د يوې پوښتنې په ځواب د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل په اوسني دور كښې په يو خبريال تشدد نه دې شوې٬ كه خبريالان تحفظات لري نو په ګډه به ئې حل كوٶ