د خزانې وفاقي وزير د حضرت علي بن عثمان هجويري په دربار حاضري

لاهور 30 جون (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر اسحاق ډار د حضرت علي بن عثمان هجويري المعروف داتا ګنج بخش په دربار حاضري كړې۔ د جمعې په ورځ د خزانې وزارت لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وفاقي وزير په مراز د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني وكړه۔ ده په دې موقع د هېواد پرمختګ٬ بهترۍ او د مسئلو نجات لپاره خاص دعا هم وكړه