پېښور 29 جون (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د لوي اختر په موقع اسلامي نړۍ او په خاص توګه د صوبې او د ضم شوې ضلعو اولس ته مباركي وركړې او د دې مباركې ورځ اهميت رامخې ته كولو سره ېې وئيلي دي چې دا ورځ مونږ كښې د انسانيت په خاطر د قربانۍ جذبه ژوندۍ ساتي٬ ده ټولو مينه والو ته اپيل كړې دې چې د لوي اختر په خوشحالو كښې خپل بې وزله او مستحق وروڼو شامل كړئ او د دوي احترام باوري كړۍ۔ د لوي اختر په موقع خپل پېغام كښې ګورنر حاجي غلام علي ووئيل لوے اختر د الله تعالی رضا لپاره حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسماعيل عليه السلام لخوا د قربانۍ او ايثار د بې مثاله جذبې په سنت كښې لمانځلې كېږي٬ د قربانۍ جذبه قام، معاشره او د وګړو اخلاقيات لوړې درجې پلو بيائي كومه چې د معاشرتي خوشحالۍ سبب جوړېږي