ملاکنډ ، د ډزو پيښی په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 9 كسان ووژل شول

ملاکنډ۔ 28 جون (اے پی پی)د ملاکنډ په بګر دره سيمه كښې د رشتې په شخړه د ډزو پېښې په نتيجه كښې د يوې كورنۍ 9 كسان ووژلې شؤ ۔ د لېویز وياند له مخې تېره ورځ تورنو يو كور ته ننوتلو سره په ډزو كولو حسن شاہ، د هغه كور ودانې ٬ د حسن درې خوېندې ٬ حضرت علي ٬ حضرت بلال ٬ صائمه بي بي او صخران ووژلو۔ د ده وېنا وه چې د تورن كور ودانې پلار كره مروره ناسته وه۔ تورن ته په دې غصه او خفګان وو ٬ ده خپلو نورو ملګرو سره په ګډه 9 كسان ووژل۔ له پېښې وروستو د وژلې شويو كسانو خپلوانو او د سيمې خلقو مړي په سړك اېښودلو سره احتجاج وكړو بياهم د انتظاميې لخوا د باور په ترلاسه كېدو احتجاج ختم كړے شو۔