سرینګر۔27جون(اے پی پی) په غېر قانوني توګه د هند قبضه كړې شوي جموں وكشمير كښې هندي ځواكونو د خپلې رياستي ترهګرۍ په مهال نن د نهې په ورځ په ګولګام ضلع كښې يو بل كشميرے ځوان شهيد كړو۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې عسكرو دا ځوان د ضلعې په هووړه سيمه كښې د لټون او محاصرې يوې كارروايۍ په مهال شهيد كړو۔ دې څخه وړاندې په دې سيمه كښې يو بريد كښی يو هندي پوليس اهلكار ژوبل شوے وو۔ تر وروستۍ اطلاع ترلاسه كېدو په سيمه كښې پوځي كارروايي روانه وه۔