پېښور كښې درجه حرارت 43 ډګري ته ورسېد

پېښور ۔ 23 جون (اے پی پی) د خیبر پختونخوا د پېښور په شمول نورې مېداني سيمې درېمه ورځ هم سختې ګرمۍ سره مخ پاتې شوې٬ په دې مهال درجه حرارت 43 سېنټي ګرېډ ته ورسېد۔ د موسمياتو محكمې له مخې په ګرد هېواد كښې تېره ورځ د كال تر ټولو اوږدې ورځې كېدو سره سره تر ټولو زياته ګرمه هم پاتې شوه۔ په پېښور كښې درجه حرارت 43 درجې سېنټي ګرېډ ريكارډ كړے شو او د ګرمۍ شدت 48 سېنټي ګرېډ محسوس كړے شو۔ د چارواكو وېنا ده چې د 23 او 24 جون په مهال د صوبې په زياتره سيمو كښې د ورځې په وخت په درجه حرارت كښې د لا زياتوالي امكان دے۔ د تېرې ورځ ګرمۍ وګړي زياته بې حاله كړل۔ د زياتې ګرمۍ دلاسه پېښور او نورو ښارونو كښې ګڼ شمېر وګړي بې هوشه شول۔ په روغتونونو كښې د رنځورانو په شمېره كښې هم اضافه وليدلې شوه۔ چارواكو وګړو ته اپيل كړې چې هغوي دې د كوم ضرورت نه غېر له كورونو څخه بهر نه ځي۔ ګرمۍ څخه بچ كېدو له دې احتياطي تدبيرونه خپل كړي۔ د كور نه له وتو په وخت دې اوبه وڅښي او په سر دې لمده توليه يا رومال ضرور اچوي۔