اسلام آباد 17 ستمبر (اے پی پی) د اسلام آباد اولمپك ایسوسی اېشن جنرل كونسل غونډه تيره ورځ د اسلام آباد اولمپك ایسوسی اېشن صدر شفیق چوهدری په مشرۍ كښې وشوه، غونډه كښې د بيل ایسوسی ایشنز نمائندګانو ګډون وكړو، د ایسوسی اېشن عمومي سیكتر محمد رمضان قصوری غونډې ته د تير دوه كلونو راپور وړاندې كړو، غونډه كښې د اسلام آباد ډلې په قومی ګیمز كښې ګډون له د لېږلو په اړه خبرې اترې وشوي او ټولو غړو ته د ډلې ګډون په اړه خپل تجویزات د ایسوسی اېشن په راروانه غونډه كښې د وړاندې كولو سپارښتنه وشوه، د اسلام آباد اولمپك ایسوسی اېشن جنرل كونسل غونډه به راروانه اوونۍ كښې كېږي۔