د خېبرپښتونخوا ګورنر سره د كرك ضلعې پلاوي ملاقات

پېښور 21 جون (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي سره د شورو په ورځ د پښور په ګورنر هاؤس كښې د كرك ضلعې څخه پخواني صوبائي وزير ملك ظفر اعظم په مشرۍ كښې 40 كسيزه پلاوي ملاقات كړې۔د ګورنر هاؤس لخوا جاري شوي بيان له مخې په پلاوي كښې پخوانې اېم اېن اے مفتي اجمل٬پخواني تحصيل ناظم ملك طاهر اعظم٬سوشل وركرز ملك رحيم جانان٬عمر خطاب ناظم٬اجمل ناظم٬روشان ناظم او نور شامل وو۔د ملاقات په مهال پخواني اېم اېن اے شاه حسېن خان آلائي هم موجود وو۔په ملاقات كښې د كرك ضلعې د مسئلو حل په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔