د ترهګرۍ منصوبه شنډه٬ په لويه كچه بارودي مواد برآمد

پېښور 20 جون (اے پي پي) کيپټل سټي پوليس د پېښور په خوا اوشا ارمړ اوچ نهر د شمشتو پوستې په حدود كښې د ترهګرۍ منصوبه شنډه كړې٬ تفصيلاتو له مخې پوليس ته خفيه اطلاع ترلاسه شوه چې د وچ نهر په حدود كښې په زمكه كښې په لويه كچه باردوي مواد موجود دي٬ پوليس ډلې بي ډي اېس سره موقعې ته رسېدل او بارودي مواد او بمونه ئې شنډ كړل او د ترهګرۍ منصوبه ئې ناكامه كړه۔ په شنډ كړې شوې موادو كښې 32 اېنټي پرسنل مائېنز او 6 كلوګرام بارود شامل وو۔ پوليس مقدمه درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي