كوئټه 19 جون (اے پی پی) د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولي خان كاكړ په يونان كښې د بېړۍ د پیښې په نتيجه كښې د ګڼ شمېر پاكستاني وګرو په حق رسېدو د غم دړد او افسوس څرګندونه كړېده۔ د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده ووئيل چې لوے څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمژنو كورنيو له د زغم توفيق وركړي۔