د يونان بېړۍ پیښه٬د ټول هېواد په څير په سوئېلي پنجاب كښې هم د سوګ ورځ ولمانځلې شوه٬قامي بېرغ ټيټ وساتلے شو

ملتان 19جون(اے پی پی) يونان ته نزدې د بېړۍ په پېښه د ټول هېواد په څير سوئېلي پنجاب كښې هم د سوګ ورځ ولمانځلې شوه۔ په دې موقع د سوئېلي پنجاب ملتان سېكرټرېټ او بهاولپور كښې قامي بېرغ ټيټ وساتلے شو۔ له بلې خوا اېډېشنل چيف سېكرټري ساؤت كېپټن(ر)ثاقب ظفر په قيمتي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې۔ده د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه كړې او هغوي لپاره يې د زغم دعا هم كړې